Home » افغانستان » کونړ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي لپاره وادنۍ جوړه شوه

کونړ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي لپاره وادنۍ جوړه شوه

د کونړ پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري، د یاد ښوونځي د پرانېستې پرمهال ویلي، دا ښوونځي د خاص کونړ ولسوالۍ «لوټانو» سیمه کې د دوه میلیون افغانیو په لګښت د نهه میاشتو په موده کې جوړ شوی.

د هغه د معلوماتو له مخې یاد ښوونځی ۹ درسي خونې لري، چې په جوړېدو سره یې د نږدې څلور سوه زده کوونکو د سرپناه د نشتوالي ستونزه حل شوه.

د نوموړي په خبره د دې ښوونځي ودانۍ په امریکا کې د «حداد کلتوري مرکز» په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

کونړ د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې لا یې هم په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او د زیاتره زده کوونکي یې د تدریس پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...