کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د دغه وزارت په وینا، یادې سکې د امانالله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو له دورو سره تړاو لري.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شوی کس به له څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي سکو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
فوزيه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس