Home » افغانستان » کندهار کې د هاوان سرګلولې چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي

کندهار کې د هاوان سرګلولې چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي

د کندهار ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) په دې ولايت کې د هاوان يوې سرګلولې د چاودنې له امله ۴ ماشومانو ژوند بايللی.

د کندهار امنيه قومندانۍ د رسنيو مسوول محمد اصف حکيمي رسنيو ته ويلي، چې پېښه د دغه ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

له دې سره د پکتيا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې هم پرون جمعه د ناچاوده چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله، دوه تنه وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت له نورو ولايتونو څخه هم د جګړې پاتې‌شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله، ماشومانو او ځوانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکول کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...