د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی.
د کندهار پولیس وايي، تېره ورځ طالبانو په دوو هاموې ټانګونو کې چاودېدونکي توکي او په زیاته کچه باروت ځای پر ځای کړي وو چې غوښتل یې د ملي پولیسو پر مرکزونو لوی موټربم بریدونه وکړي.
د کندهار د امنیه قوماندان د مطبوعاتي دفتر مسوولین وايي، پولیسو دغه هاموي ټانکونو د معروف ولسوالۍ اړوند “کاڼیزو” سیمه کې پېژندلي او ویشتلي یې دي.
د سرچینې په خبره، یادو چاودنو کې نهه طالبان وژل شوي، خو پولیسو ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس