Home » اقتصادی » کندهار کې بزګران د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې زده کوي
رویداد خبري آژانس

کندهار کې بزګران د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې زده کوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» له لارې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کوي.

افغان کرنې وزارت ویلي چې دا چاره د بزګرانو د لا ښې روزنې په موخه پيل کړې ده.

په دې روزنیزو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو له خوا د کندهار ولایت د مرکز په ګډون د پنجوایي، ژړی او ډنډ ولسوالیو یو شمېر بزګرانو او ځمکوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل کیږي.

د خطرونو مخنیوی

د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو او ځمکوالو ته ددې روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې په نظري اوعملي ډول ښودل کیږي،

 چې بیا وروسته دغه بڼوال او بزګران ددغو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې زده کړي لارې چارې په خپلو بڼونو او کروندو کې عملي کوي.

د کندهار دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د کندهار ګاونډ هیلمند او همداسې د افغانستان نورو ولایتونو کې هم ورته پروګرامونه پيل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...