Home » افغانستان » کندز کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو بريد کې ۳تنه وژل شوي

کندز کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو بريد کې ۳تنه وژل شوي

د کندز ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په امام صېب ولسوالۍ کې نن پنج‌شنبه د (کب په ۵مه) د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو د نامالومو وسله‌والو له لوري بريد شوی دی.

د دوی په خبره، ياد بريد نن غرمه مهال د امام صېب ولسوالۍ اړوند په ابراهيم‌خېل کلي کې شوی او په ترڅ کې يې د ګوزڼ ضد واکسين ۳تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

ځايي سرچينو ويلي چې يوه ميرمن او يو ماشوم هم په دې پېښه کې قرباني شوي. د کندز اطلاحاتو او فرهنګ رياست هم ياده پېښه تائيد کړې؛ خو په کې يې يوازې د دوو کسانو وژل کېدل تائيد کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...