د بنګله دېش کپتان تمیم اقبال له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه. نوموړی د افغانستان پر وړاندې د لوبلړۍ په نیمايي او له نړیوال جام څخه درې میاشتې وړاندې استعفا وکړه، چې ډیری خلک ورته حیران شول.
بنګله دېش تېره ورځ په افغانستان باندې لوبه وبایلله. ده په چټاګانګ کې په یو خبري کنفرانس له اوښکو په ډکو سترګو له نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه.
له خپل تره (اکبر خان) او همدارنګه له خپل لومړني روزونکي (تپان دا) او نورو هغو لوبغاړو څخه مننه وکړه چې د هغه کرېکټ په بیلابیلو پړاوونو کې یې ورسره لوبه کړې ده. نوموړي وویل چې د بنګله دېش لپاره یې ۱۶ کاله کرېکټ وکړ او دا یې د پلار غټ ارمان و چې زوی یې غټ لوبغاړی شي.
هغه وویل چې خپله ټوله وسه یې کړې چې د خپل هېواد لپاره لوبې وکړې, خو د افغانستان سره یې لوبه د ژوند وروستۍ نړیواله لوبه وه, وايي په دې اړه یې ډېر فکر او د کورنۍ له غړو سره خبرې هم کړې.
تمیم اقبال د خپلې استعفا اصلي دلیل ونه ښوده, خو له څه وخت راهېسې یې ښې لوبې نشوې کولی او له روزنکي او بورډ له مشرانو سره یې هم ښه تعلقات نلرل.
ښاغلي اقبال تېر کال له شل اوریزو لوبو څخه لاس په سر شوی وو او خپله وروستۍ ټسټ لوبه یې هم د سږ ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړې ده.
تمیم اقبال په ۲۰۰۷ کال کې خپل نړیوال کرېکټ پیل کړ او د ۲۰۰۷ کال نړیوال کپ کې د هندوستان پر وړاندې نیمه سلیزه یې، چې هند ته یې ماته ورکړه، د ټولو بنګالیانو نه هېرېدونکې لوبه ده.
نوموړی په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د بنګله دیش تر ټولو زیاتو منډه جوړونکی لوبغاړی ده، چې په ۲۴۱ لوبو کې یې ۸۳۱۳ منډې کړي، چې ۱۴ یې سلیزې او ۵۶ نیمه سلیزې په کې شاملي دي.
اقبال همدارنګه په ټسټ لوبو کې تر مشفق الرحیم وروسته دویم لوبغاړی دی، چې زیاتې منډې لري. نوموړی په ۷۰ لوبو کې ۵۱۳۴ منډې کړي، چې په کې ۱۰ سلیزې او ۳۱ پنځوسیزې شاملي دي.
اقبال همدارنګه په ۳۷ لوبو کې د بنګله دیش کپټاني کړې، چې ۲۱ یې ګټلي دي او په دې سره یې د کپټانانو د بریا سلنه تر ټولو لوړه ده.
که څه هم د استعفا اصلي لامل لا نه دی روښانه، خو په دې وروستیو کې د تمیم او د لوبډلې د روزونکي او مدیریتي ډلې ترمنځ نانندرۍ زیاتې شوې وې.
و به کتل شي، چې د افغانستان پر وړاندې د بنګله دیش لوبډلې د لوبلړۍ په نیمايي کې د کپټان استعفا د دې ټیم پر مورال او روحیې څه اغیز وکړي کنه؟ دا هغه پوښتنه ده، چې راتلونکی به یې ځواب کړي.