نن د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه او وروستۍ لوبه کېږي.
دا لوبه به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته پر ۴:۳۰ بجو پیل شي.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو دا لوبلړۍ د بنګله دېش په شمال ختیځ سېلهېټ ښار کې کېږي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې په ۲ ویکټو ګټلې وه.
په لومړۍ لوبه کې له ماتې وروسته، تمه ده، چې افغان لوبډله کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.
په لوبډله کې د الرونډارو زیاتوالی، د توپ وهونکیو کمښت او د لوبغاړو لخوا بې غوره لوبه کول، هغه څه وو، چې په لومړۍ لوبه کې یې افغانستان له ماتې سره مخ کړ.
و به کتل شي، چې په دویمه لوبه کې افغان اتلان له بدلونونه سره ډګر ته راځي کنه د تېرې لوبې له لوبغاړو سره.