Home » سپورټ » کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه لوبه کې له هند ماتې وخوړه

کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه لوبه کې له هند ماتې وخوړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوالو جام د لوبو په ترڅ کې، خپل څلورمه لوبه د هند کرکټ ملي لوبدلې ته وبايلله.

په پيل کې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. هند لوبډلې د شلو اوورونو په لوبولو او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره، افغان لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.

د هند له لوري د ۲۱۱ منډو هدف اېښودل، د نړيوال جام په روان سياليو کې تر ټول لوړی هدف دی. خو افغان لوبډلې بيا د خپلو اوو لوبغاړو په سوځېدو او د شلو اوورونو په لوبولو سره، ۱۴۴ منډې جوړې چې په دې توګه هند لوبډلې ته يې د ۶۶ منډو په توپير لوبه وبايلله.

د يادې لوبې په کولو سره افغانستان ټول‌ټال څلور لوبې کړي چې دوې يې ګټلي او دوې نورې هغه يې بايللي دي. د پرونۍ لوبې په ګټلو سره په نړيوال جام کې نيمه پايلوبې ته د هند لوبډلې د وتلو په اړه هيله‌مندي تازه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...