Home » سیمه او نړی » کرونا ویروس؛ فرانسه کې د یوې میاشتې لپاره عمومي کرنټين وضع شو
رویداد خبري آژانس

کرونا ویروس؛ فرانسه کې د یوې میاشتې لپاره عمومي کرنټين وضع شو

په فرانسه کې د کرونا بلې څپې سختې اندېښنې پارولې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبې په ورځ (د وري۱۱مه نېټه) په یوه تلویزیوني پیغام کې ویلي چې سر له نن په فرانسه کې د یوې میاشتې لپاره عمومي کرنټین عملي کېږي.

د ایمانویل مکرون په وینا یوازې د خوراکي او نورو ضروري توکو کاروبارونه به پرانیستي وي له دې ورهاخوا ټول کاروبارونه تړل کېږي او فرانسویان اړ دي چې له خپلو کورونو په انلاین بڼه کار وکړي.

همدا راز ښوونځي هم تړل شوي دي او زده کوونکي به په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي.

د فرانسې ولسمشر له خپلو خلکو د احتیاط غوښتنه کړې ده. په اروپا کې د کرونا د نوې څپې له راتګ سره هممهاله په ګڼو هېوادونو کې د فرانسې په څېر محدودیتونه وضع شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...