Home » افغانستان » کرونا ویروس؛ افغانستان له یوشمېر هېوادونو د روغتیايي وسایلو په برخه کې مرسته غوښتې
رویداد خبري آژانس

کرونا ویروس؛ افغانستان له یوشمېر هېوادونو د روغتیايي وسایلو په برخه کې مرسته غوښتې

په افغانستان کې د کرونا ویروس له ډېرېدو سره سم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیمې له هېوادونو د روغتیايي وسایلو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) په آسیایي هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو غوښتي چې له افغانستان سره د مرستې د بهیر په چټکوالي کې ملتیا وکړي.   

د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې افغان ډيپلوماتانو ته ویل شوي، چې د هېوادونو له سفیرانو او نړیوالو ادارو سره اړیکه ونیسي او په وینا یې چې له افغانستان سره د روغتیايي وسایلو په برخه کې بېړنۍ هڅې وکړي.   

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له امله ځینې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي چې دا کمښت تر ډېره په پلازمېنه کابل کې لیدل کېږي.  

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...