Home » اقتصادی » کرنې ریاست: په هلمند کې د مېوو ۱۴۰۰بڼونه جوړ شوي دي
رویداد خبري آژانس

کرنې ریاست: په هلمند کې د مېوو ۱۴۰۰بڼونه جوړ شوي دي

د هلمند د کرنې، ریاست چارواکو ، په روان کال کې په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا لپاره د مېوو ۱۴۰۰ بڼونه د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې( NHLP ) په همکارۍ د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو، زردالو، الوچې، پلم، شفتالو، انار، انځر او نارنجو بڼونه شامل دي.

رویداد خبري آژانس

زلمي الکو زیاتوي چې د دغو جوړ شویو بڼونو تر څنګ بڼوالو ته روزنیزو پروګرامونه په لاره اچول شوي دي، د بڼوالۍ اړوند کرنیز توکي او کیمیاوي سرې هم وېشل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...