Home » افغانستان » کرزی:هیله لرم پیل شوي بین الافغاني مذاکرات د بېرحمانه جګړو د پای سبب شي
رویداد خبري آژانس

کرزی:هیله لرم پیل شوي بین الافغاني مذاکرات د بېرحمانه جګړو د پای سبب شي

مخکیني ولسمشر حامد کرزی وایي تمه لري چې پیل شوي بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کې د بېرحمانه خونړیو جګړو پېټۍ د افغانانو له اوږدو ټيټ کړي.

مخکیني ولسمشر د مذاکراتو د پیل په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي په مذاکراتو کې ددواړو لورو استازو او پلاوي ته په کار ده چې د لنډ مهاله او شخصي یا حزبي ګټو پر ځای د افغانستان اوږدمهاله او دایمي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، دلته د جګړو د پای ته رسېدو لپار کار وکړی، له رامنځ ته شوي فرصت دې پوره ګټه پورته کړي او په پوره حوصله مندۍ دې د پیاوړي افغانستان لپاره بحثونه وکړي.

پخواني ولسمشر دغه راز ویلي چې که افغانان په خپلو کې یووالي ته سره ورسېږي نو دلته به پردۍ مداخلې او جګړې ختمې شي او افغانستان ته به د یوه پیاوړي او خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شي چې د سیمې او نړۍ لپاره به ګټور وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...