پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې پر پوليسو چاودنه شوې، چې له کبله يې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
چارواکو ويلي چې چاودنه د کراچۍ باغ په نوم سيمه کې د پوليسو يوه مرکز کې د مهماتو ټولولو پرمهال شوې او له امله يې ۲ پوليسو وژل شوي او ۲ نور چې روغتيايي وضعيت يې ناسم دی، ټپي شوي دي.
دوی زياته کړې چې پېښه پرون سېشنبه ناوخته د (زمري په ۱۱مه) رامنځته شوې ده. د سند ايالت چارواکو دا چاودنه ترهګريز عمل نه دی بلل، خو ويلي يې دي په اړه يې پلټنې پيل شوي.
په دې وروستيو کې په بلوچستان، پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پاکستان پر پوځ او منيتي ځواکونو خونړي بريدونه زيات شوي او د يادو بريدونو په ترڅ کې پاکستاني ځواکونو ته درانه ځاني زيانونه اوښتي دي.