Home » افغانستان » کابلوف: د افغانستان حکومت ټول‌ګډونه نه دی؛ ځکه د مسکو غونډې ته نه و بلل شوی

کابلوف: د افغانستان حکومت ټول‌ګډونه نه دی؛ ځکه د مسکو غونډې ته نه و بلل شوی

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د مسکو فارمټ غونډې ته د افغانستان پرست حکومت د استازي نه وربللو دليل واضيح کړ او زياته کړې يې ده، لا هم په افغانستان يو ټول‌شمول حکومت نه دی رامنځته شوی.

نوموړي په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې پرونۍ غونډې ته ويلي، روسيه د طالبانو له هغې ادعا سره موافقه نه ده، چې وايي حکومت يې ټول‌شموله ده. د کابلوف په خبره، له همدې کبله روسيې پرېکړه کړې چې د مسکو فارمټ غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت استازي ور ونه بلي.

ضمير کابلوف د خپلو خبرو پر دوام د سيمې له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې ناورين ته په پام سره دې له دې طالبانو سره د تعامل پر سر په خپلو کې خبرې وکړي.

نوموړي يو وار بیا د روسيې پر دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې بايد داسې يو ټول‌شموله حکومت رامنځته شي، چې د نوموړي هېواد د ټولو اقشارو استازولي وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت د خپل استازي له ګډون پرته د مسکو فارمټ پرونۍ غونډه نيمګړې بللې ده او زياته کړې يې وه، چې د روسيې دا پرېکړه د کابل او مسکو ترمنځ پر اړيکو اغېز کولی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...