د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا له نشه یې توکو د راګرځول شویو کسانو لپاره د یاد وزارت په چوکاټ کې د فني او حرفوي زدکړو مرکز پرانیستل شو.
د یاد وزارت مسوولین وایي چې په دې مرکز کې ۵۳۰ کسانو ته په کې د فنی او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارت او انکشاف رییس عبدالواحد فایض په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې یاد مرکز به هر کال څلور دورې فارغان ورکړي چې په کال کې یې شمېر ۲ زره ۱۶۰ ته رسېږي.
هغه زیاته کړه چې دغه کسان به له فارغېدو وروسته د خپلې کورنۍ او ټولنې د خدمت جوګه وګرځي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال دین محمد حقبین په غونډه کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له یاد وزارت سره د معتادینو په درملنه او دوی ته د حرفوی او فني زدکړو په برخه کې مرسته وکړي.