د کابل سوېل پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) يو بيا د چاودنې شاهده و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه پرون ماسپښين مهال د کابل ښار اړوند په پل سوخته سيمه کې وشوه او د روغتيايي چارواکو په خبره، په ترڅ کې يې ۸ کسان شهيدان شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
پول سوخته سيمه د معمول په څېر د خلکو د ګڼې ګوڼې سيمه ده او خلک په کې د سودا اخيستو او د کار کولو په موخه راټولېږي.
د پرونۍ چاودنې مسووليت د داعش ډلې په غاړه اخيستی.
له دې وړاندې دتېرې جمعې په ورځ هم د کابل په همدې سويلي سيمه کې چاودنه شوې وه، چې ۸ کسان په کې شهيدان او ۱۸ نور ټپيان شوي وو.
په کابل کې د محرم پرمهال پر غذادارانو دې بريدونو په پام سره، امنيتي ځواکونو د امنيت ټينګولو په موخه امنيتي تدابير زيات کړي او ډاډ ورکوي چې د ورته پېښو مخه به په جدي توګه نيسي.