Home » افغانستان » کابل کې د هند سفارت ته د دې هېواد د ډيپلوماټانو يوه ډله رسېدلې

کابل کې د هند سفارت ته د دې هېواد د ډيپلوماټانو يوه ډله رسېدلې

د هند بهرنيو چارو وزير اېس جيشنکر ويلي، چې په کابل کې يې د هند سفارت ته له سفير پرته د ډيپلوماټانو يوه څو کسيزه ډله لېږلې ده.

د هند NDTV ټلوېزيون د نوموړي له قوله ويلي، چې دا ډيپلوماټان له افغانستان سره تاريخي اړيکو ته په پام د ولسي اړيکو د دوام په موخه کابل ته لېږل شوي.

جيشنکر د هند په بنګلور کې خبريالانو ته ويلي، چې کابل ته يې له سفير پرته د ډيپلوماټانو د لېږلو پرېکړه کړې او هڅه کوي څو په افغانستان کې بشري او طبي مرستو، واکسين او پراختيايي پروژو په چاروکې له افغانستان سره همکاري ډاډمنه شي.

نوموړي يوه مياشت وړاندې هم ويلي وو چې په کابل کې يې د هند سفارت ته يوه تخنيکي ډله سپارلې او د يادې ډلې ماموريت دا دی، څو په افغانستان کې د هند بشري مرستې او همغږي وڅاري.

که څه هم د طالبانو په مشرۍ د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هند له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی؛ خو هند هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې اړيکې عادي او بېرته په کابل کې خپل سياسي ماموريت پيل کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...