Home » افغانستان » ژمی او په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ پراخېدل
رویداد خبري آژانس
رویداد خبري آژانس

ژمی او په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ پراخېدل

یو شمېر هېوادوال د لوږې او بېوزلۍ له پراخېدو شکایت کوي او وايي چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوی له مسوولینو غواړي چې د اړمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي. بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي چې یاد وزارت له زیاتو اړمنو کسانو سره یې مرستې کړې دي.

په دې ورځو کې لوږې او بېوزلۍ د ډېرو هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړې او دوی یې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

له یوې خوا بې‌روزګارۍ او له بلې خوا سوړ ژمي هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي او ژوند یې ور تریخ کړی دی.

دوی وايي، چې له دې وړاندې هم خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ وو، خو له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه د کډوالو له راستنېدو سره دا ستونزې لا پراخه شوې دي.

د کابل ښار په یوه سیمه کې جوار پلرونکی، ولي احمد وايي چې د ژوند ټوله پانګه یې یوه کړاچۍ جوار دي.

هغه د ورځې یوازې یو څاښت ډوډۍ پیدا کوي او وایي چې د شپې لخوا یې ماشومان وږي ویده کېږي. 

“اته یتیمان لرم، ټوله پانګه مې یوه کړاچۍ جوار دي، له دې کړاچۍ څخه په ترلاسه‌ کېدونکو پیسو مې یوازې یوه ورځ ګوزاره کېږي.”

له دې سړي سره د مرکې پرمهال مې پام د یو بل کس وضعیت ته واوښت.

د عبدالشکور په نامه دا کس په باران او واوره کې سبزي پلوري، وايي چې دی حتا د خوراک لپاره څه نه لري، د ژمي لپاره د سون توکي خو بېخي نشي برابرولی.

“واوره او باران یوازې د شتمنو لپاره ښکلا ده. موږ حتا د خوراک لپاره څه نشو برابرولی، د کور د تودولو لپاره به د سون توکي له کومه کړو.”

هغه له حکومت څخه غواړي چې د اړمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین د اړمنو لپاره د نویو پروګرامونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ډېرو اړمنو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وایي: “د کار او ټولنیزو چارو وزات هغو کسانو ته زده‌کړې ورکوي چې په تخنیکي او حرفوي ډول له کار سره بلد نه وي او دوی ته کاري زمینه برابروي. له اړمنو کورنیو سره مرستې شوې او بې‌سرپرسته ماشومان هم راټول شوي دي.”

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې جاپان تازه د افغانستان له خلکو سره ۱۳،۵ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته کړې ده. دې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې نړیوالو مرستندویه بنسټونو له ۶ میلیون ‎ډېرو افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...