ویرات کوهلي د رایل چیلنجرز بېنګلور لپاره زبردسته ښه توپ وهنه وکړه، هغه ۵۰ منډې وکړې؛ خو د ډهلي کپیټلز لوبډلې بدبختي دوام لري او پرلپسې پنځمه ماتې یې هم وخوړه.
د آی پي ایل د ۱۶م پړاو ۲۰مه لوبه د رایل چیلنجرز بېنګلور او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې د ډهلي لوبډلمشر وارنر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د اچونې پرېکړه وکړه.
رایل چیلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډې وکړې، چې ویرات کوهلي غوره توپوهنه وکړه، چې هغه ۵۰ منډې وکړې، همدغه راز لومرر ۲۶ او مکسویل ۲۴ منډې وکړې.
د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره میچل مارش او کلدیپ یادو غوره توپ اچونه وکړه، دوی دواړو دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز اکشر پټېل او لالت یادو یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۷۵ منډو هدف په تعقیب د ډهلي کپیټلز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۵۱ منډې وکړې او په ۲۳ منډو یې دغه لوبه وبایلله، چې منیش پانډې ۵۰ زیاتې منډې وکړې.
بېنګلور ته ویجي کمار ۳، سراج ۲، هرشل پټېل، ونېندو هسرنګا او وین پرنیل ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.