Home » سیمه او نړی » ډنمارک د قران کریم په سوځولو بندیز لګوي

ډنمارک د قران کریم په سوځولو بندیز لګوي

د ډنمارک حکومت ویلي، پلان لري چې د قران د نسخو په سوځولو بندیز ولګوي.

په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې ده.

د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلي، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې “د مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی.”

هغه ویلي چې د دې قانون موخه په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی.

نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي.

هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز “انګیزه” ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو.

د ډنمارک حکومت ویلي، د دغه قانون ماتوونکي به له نغدي جریمې او دوه کاله بند سزا سره مخامخ کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...