Home » افغانستان » ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته وکړه

ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته وکړه

د افغانستان ځانګړي بشري صندوق اعلان کړی چې ډنمارک هېواد ورسره ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون، چې ۶.۹ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

یاد صندوق د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ پر خپله اېکس پاڼه له ډنمارک څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا مرستې د بې ځایه شویو، ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

د ویلو ده چې ډنمارک د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبروري میاشتي پر ۲۱مه هم له افغانستان سره ۲،۸ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره یکشنبې ویلي و چې په افغانستان کې شاخوا ۱۵ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...