Home » سیمه او نړی »  چین کې د کرونا د پېښو زیاتوالی؛ تېره میاشت یې ۲۳۹ کسان مړه کړي

 چین کې د کرونا د پېښو زیاتوالی؛ تېره میاشت یې ۲۳۹ کسان مړه کړي

چینايي چارواکو تایید کړه چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې ۲۳۹ تنه د کوېډ۱۹ له کبله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې یو وار بیا د کوېډ۱۹ پېښې زیاتې شوي.

د کرونا پېښې او د خلکو مړینه د سختو محدودیتونو تر لرې کېدو وروسته راپورته شوي.

چینايي چارواکو دا هم ویلي چې په تېره مې میاشت کې هم ۱۶۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي.

معلومه نه ده، چې د چین چارواکو د کوېډ۱۹ د پېښو د بیا زیاتېدو پر وړاندې کوم تدابیري ګامونه په پام کې نیولي.

د دغو پېښو زیاتېدو په نورو هېوادونو کې هم خلک اندېښمن کړي دي.

نړیوالو روغتیایي بنسټونو د کرونا د تازه پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

چین د کوېډ۱۹ د پیل مرکز و، چې ډېر ژر ترې دا وبا د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده.

د ورلډ میټرز انفو پاڼه، چې په نړۍ کې د کوېډ۱۹ قضیې راپور کوي، وایي تر دې دمه (۶۸۹۸۰۷۷) ۶میلیونه او ۸۹۸ زره ۷۷ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...