د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، چې چین په افغانستان کې د برېښنايي موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لري.
د صنعت کارانو ټولنې د غړو په وینا، چیني پانګوال وايي، که د افغانستان او چین تر منځ د بانکي ستونزو د حل لازم اقدامات وشي، دوی حاضر دي چې په افغانستان کې په لویه کچه پانګونه وکړي.
د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافی وايي، چینې پانګوالو په ټوله کې په افغانستان کې د نورې پانګونې لپاره هم لېوالتیا ښودلې.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، په هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې زمینه برابره ده او زیاتوي چې، د چین په شمول د نړۍ د هرې برخې پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.