د چين بهرنيو چارو وزارت ويان ژايو ليجيان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو نږدې يو کال په پوره کېدو سره ويلي، چې امريکا په افغانستان کې له خپلې ماتې هېڅ زدهکړه نه ده کړې او اوس هم د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي زياته کړې، امريکا هڅه کوي چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو د خونديتوب په پلمه، د هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله وکړي.
له دې سره هممهاله روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم پرون سېشنبه د (زمري په ۲۵مه) د امنيتي کنفرانس په پرانيست غونډه کې، امريکا د اوکراين جګړې پر اوږدولو او دغه راز د سيمې په بې ثباته کولو تورنه کړه.
پوتين وويل، چې امريکا دامهال اوکراين د جګړې پر ميدان بدل کړی دی. نوموړي دغه راز ياد هېواد د چين او تايوان ترمنځ د ستونزو پر پيدا کولو هم تورن کړی او زياته کړې يې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو زياتېدو يوازېنی عامل امريکا ده.