Home » افغانستان » چين: امريکا په افغانستان کې د بشر او ښځو له حقونو د پلمې په توګه استفاده کوي

چين: امريکا په افغانستان کې د بشر او ښځو له حقونو د پلمې په توګه استفاده کوي

په کابل کې د چين سفير وانګ يوو وايي، چې امريکا په افغانستان کې يو لړ بشري مسايل د پلمې په توګه جدي نيسي او په دې توګه د غچ اخيستلو هڅه کوي.

نوموړي پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني سره د لېدنې پر مهال ويلي، امريکا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت په ګډون د بشر حقونه، د ښځو حقونه او د بيان له ازادۍ د پلمې په توګه استفاده کوي.

کورنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د وانګ يوو له قوله ويلي، چې امريکا پر افغانستان د اقتصادي بنديزونو له وضعه کولو سره هڅه کوي چې له افغانانو د خپلې ماتې بدل واخلي.

نوموړي د کورنيو چارو له وزارت غوښتي چې په راتلونکي کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو مخه ونيسي.

په همدې حال کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني د چين له بشري مرستو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې چين دې په اوسنيو حساسو شرايطو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...