یوه مياشت وړاندې پژواک خبري اژانس خبر ورکړ، چې د عامې روغتيا وزرات سره مرسته شوي ۳۲وينټلاټورونه پاکستان ته قاچاق شوي، پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې د مصنوعي تنفس هغه ماشینونه (وینټلاټورونه) پېښور ښار کې په ۸ زرو ډالرو پلورل کیږي.
د افغان سفارت چارواکو په دې اړه د قاچاقیانو له استازو ترلاسه شوي معلومات، د یو لیک له لارې د بهرنیو چارو وزارت ته استولي دي.
د سفارت له لوري لیږل شوی ليک رسنیو ترلاسه کړی او په کې ويل شوي:” افغانستان سره مرسته شوي هغه ۳۲ پایې د مصنوعي تنفس ماشینونه(وینټلاټورونه) چې د عامې روغتیا وزارت د مامورینو لخوا د پیسو په بدل کې پاکستان ته قاچاق شوي، دا مهال په پېښور ښار کې د اتو زرو امریکايي ډالرو په مقابل کې پلورل کیږي.”
د یادونې وړ ده ، چې د کرونا وبا لپاره مرستو کې دا لومړی ځل نه دی، چې درغلي کيږي، بلکې د وچې ډوډۍ د ويش او نورو برنامو کې د پراخ اختلاس او درغليو خبر ورکړل شوي.