امنیتي چارواکي وايي په کندز کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې ۷ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي رسنیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د کندز ښار اړوند تلوکه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي په پېښه کې ښځې او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي دغه هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دی، خو وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادې پیښې په اړه څه نه دي ويلي.
د کندز په ښار کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې څو ورځې وړاندې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.