Home » افغانستان » چارواکي: هره ورځ نږدې ۳زره افغانان ايران د اقتصادي ستونزو له امله ايران ته ځي

چارواکي: هره ورځ نږدې ۳زره افغانان ايران د اقتصادي ستونزو له امله ايران ته ځي

د دوی په خبره، ياد کسان په افغانستان کې د سياسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ايران ته روان دي او زياتوي چې ايران ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۲نيم زره هغه يې قانوني اسناد لري.

د سلام‌قلعې بندر د کميسارۍ مرستيال همايون همت له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دغه شمېر افغانان د همدې بندر او د نيمروز له لارې ايران ته ځي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره، ګاونډيو هېوادونو او له ډلې يې ايران ته د افغانان کډوالي زياته شوې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ د يوه راپور له مخې، له ۲۰۲۰ زېږديز کال را په دېخوا ايران دويم هېواد دی چې زيات شمېر افغان کډوال ور مات دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...