په هرات کې له هغې وروسته د افغانستان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ لانجه راپورته شوه، چې د افغان ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د ایراني ځواکونو اړوند يو موټر ونيو.
په دې اړه خواله رسنيو کې لاس په لاس کېدونکې وېډيو ښيي، چې د ايران يو نظامي موټر د هرات اسلام کلا سيمه کې د افغانستان خاورې ته دننه شوی او د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
له دې لانجې سره هممهاله د اسلام کلا بندر، چې د ايران او افغانستان ترمنځ پرې راکړه ورکړه کېږي، هم تړل شوی دی. له دې سره د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نعيمالحق حقاني رسينو ته ويلي، چې د ايران او افغان ځواکونو ترمنځ پورته شوې لانجه له کوم زيان پرته پای ته رسېدلې ده.
نوموړي زياته کړې چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله هر ډول وضعيت عادي دی.
بل پلو، د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تسنيم اژانس ته ويلي، چې افغان ځواکونو د ايران په خاوره کې دننه د يوه سړک کرېړ کول غوښتل او د ايراني ځواکونو له لوري په مخنيوي سره لانجه رامنځته شوې ده.
نوموړي ويلي چې د افغانستان کورنيو چارو او دفاع وزارت له چارواکو سره يې اړيکې نيولي او د ورته کړنو د مخنيوي غوښتنه يې ترې کړې؛ خو يادو وزارتونو بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.