Home » افغانستان » چارواکي: له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي پروژې د تطبيق کارونه پيلېږي

چارواکي: له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي پروژې د تطبيق کارونه پيلېږي

د سرپرست حکومت چارواکو خبر ورکړی چې ټاکل شوې په راتلونکو څو مياشتو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي پروژې د تطبيق عملي کارونه پيل شي.

دوی زياته کړې، چې په دې باب په کابل کې د ترکمنستان سفير خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې اجرائيوي رئيس محمد مراد امانوف پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د هرات له والي نوراحمد اسلام جار سره لېدلي دي.

په دې لېدنه کې د ټاپي پروژې د تطبيق او عملي کارونو د پيل په تړاو مفصل بحث شوی او افغان لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ټاپي پروژې اجرائيوي رئيس محمد مراد امانوف ويلي، چې په ترکمنستان کې د يادې پروژې د تطبيق ټول تخنيکي کارونه بشپړ شوي او په راتلونکو ۶ مياشتو کې به له دې هېواد څخه افغانستان ته د ټاپي د ګازو نل‌ليکې د غځولو عملي کارونه پيل شي.

موده وړاندې عامو خلکو له حکومت غوښتنه کوله چې د بنسټيز اقتصاد د رامنځته کولو په موخه دې د ټاپي په څېر د هغو سيمه‌ييزو پروژو پلي کولو ته زمينه برابره کړي، چې افغانستان يې د يوه اړخ په توګه شريک دی.

ټاپي پروژه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان ګاز لېږدوي او افغانستان د دې پروژې له درکه، د حق‌العبور ترڅنګ په کلنۍ توګه مالومه اندازه ګاز هم ترلاسه کولی شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...