د اروزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دخاص ارزګان امنیه قوماندان او د محلي پولیسو قوماندان د ماین په چاودنه کې له ۴نورو سرتیرو سره وژل شوي دي.
دارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي پېښه نن سهار ۹بجي د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوي ده.
نوموړی وايي د چاودنې پرمهال د خاص ارزګان امنیه قومندان دادګل د محلي پولیسو قومندان او په سیمه کې د میشو اردو قرارګاه قومندان د څلورو نورو سرتیرو سره وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تردامهاله په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي