Home » افغانستان » “ځيو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ګرځندوی ټيمونه فعال شوي”

“ځيو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ګرځندوی ټيمونه فعال شوي”

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبر ورکړی چې په افغانستان کې يې عامو خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو د رسولو په موخه لسګونه ګرځندوی روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي.

دې ادارې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي چې دا مهال په کونړ، لغمان، ننګرهار، تخار، کندهار، نېمروز، زابل، غزني، پکتيا، بادغيس، فراه او هرات ولايتونو کې ۳۲ ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال دي او هغو خلکو ته چې روغتيايي خدمتونو ته يې لاسرسی محدود دی، بېړني روغتيايي خدمتونه رسوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ويلي، يادو ګرځنده ټيمونو لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ممکن کړی دی.

په افغانستان کې له سياسي بدلون سره د اقتصاد ترڅنګ ډېری عامه سکټورونه چې د روغتيا سکټور هم په کې شامل دی، زيانمن شول. په لرې پرتو سيمو کې اوس هم خلک شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د محدودېدو ترڅنګ په دولتي روغتونو کې د يادو خدمتونو کيفيت هم ټيټ شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...