د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښو کې د پاکستان هوايي ځواکونو اړوند يوه الوتکه پرېوتې او دوه پېلوتان يې په کې وژل شوي دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه الوتکو د هوايي ځواکونو د روزنې برخې مربوطه ده او د پرېوتو پرمهال له پېلوټانو پرته هېچا ته مالي او يا هم ځاني زيان نه دی اوښتی.
په دې وروستيو کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د روزنې اړوند الوتکو د پرېوتو پېښې زياتې شوي. په دې پېښو د پاکستان يو شمېر پېلوټان وژل شوي او ټپيان شوي دي.