پاکستاني پوليسو نن سېشنبه د (وږي په اوله) په مومندو ايجنسۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM مشر منظور احمد پښتين مخه ونيوه او اجازه يې نه ورکوله، چې په باجوړ ايجنسۍ کې د ځايي اوسيدونکي له لوري د ترهګرۍ ضد روان پرلت ته ورشي.
خو د پاکستاني پوليسو له مخالفت سربېره هم، د خلکو په ملتيا منظور احمد پښتين په باجوړ ايجسنۍ کې د ځايي اوسېدونکو روان پرلت ته ورسيد.
نوموړي پرلت کوونکو ته په خپله وينا کې د پاکستان پر حکومت او امنيتي ادارو سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې پاکستان تل له هر ډول تکتيک په استفادې پښتانه د ترهګرۍ په پلمه ځپلي دي.
پښتين وايي، د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو؛ پښتانه ځورولي او له همدې کبله دغه قوم له ترهګرۍ بېزار دی. نوموړي په قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ حضور ته په اشارې سره وويل، چې ترهګر هغه ډلې او کسان دي چې د پښتنو خاورې ته په زور دننه شوي دي.
منظور احمد پښتين زياته کړه، چې په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې د هدفي وژنو فعالو ډلو تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی او په خبره يې يوازې په باجوړ کې ۴زره کسان په هدفي توګه وژل شوي دي.
دامهال د پښتونخوا په شمول په اکثره قبايلي ايجنسيو کې د ترهګرۍ د زياتېدو خلاف سولهييز اعتراضونه او پرلتونه په متفرقه توګه روان دي. منظور پښتين د باجوړ پرلت ته د وينا پرمهال وړانديزو وکړ، چې ياد ټول پرلتونه دې په خپلو کې منسجم کړای شي او د ترهګرۍ خلاف د سولهييز اعتراض په موخه دې اسلاماباد ته لاړ شي.
د نوموړي په خبره، چمتوو دی چې د يادو پرلتونو ترمنځ انسجام رامنځه کړي او اسلاماباد ته يې د اعتراضيه تګ په موخه چمتوو کړي.
پښتين وايي، چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو په پلمه په قبايلي سيمو کې د پښتونو ارزښتونه پيمال کړل او له همدې کبله يې له قبايلي ولسونو وغوښتل، چې نور د زور ملګرتيا پرېږدي او د خپلو ولسونو ملګرتيا دې وکړي.
په قبايلي سيمو کې دا اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول، چې د پاکستان پوځ او د تحريک طالبان پاکستان ترمنځ تر مذاکراتو وروسته، په قبايلي سيمو کې وسلهوالو يو وار بيا نفوذ کړی.