Home » افغانستان » پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د حنيف پښتين خلاصون په موخه پرلت پيلوي

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د حنيف پښتين خلاصون په موخه پرلت پيلوي

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان نن سې‌شنبه ماسپښين مهال د (کب په ۲۴مه) د خيبرپښتونخوا په بنو کې له زندان څخه د نوموړي غورځنګ مخکښ غړي حنيف پښتين د خلاصون په موخه پرلت پيل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د بنو پرلت به تر هغې دوام وکړي څو چې يې پر پاکستان حکومت د حنيف پښتين د خلاصون غوښتنه نه وي منلي.

حنيف پښتين د ۲۰۱۹ کال په فيبروري کې د پاکستاني ځواکونو له لوري وروسته له هغې ونيول شو، چې په سوېلي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ارمان لوڼي د ترور پر ضد يې اعتراض وکړ.

يوه اوونۍ وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د سوله‌ييز پرلت له لارې له زندان د علي وزير د خلاصون او دغه راز په سيند کې د مېشتو پښتنو د ستونزو حلولو په اړه پر پاکستان حکومت ټولې غوښتنې ومنلې.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور احمد پښتين ويلي، چې د يادو غوښتنو د عملي کولو په موخه يې د سيند له ايالتي حکومت لېکلی سند اخيستی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...