Home » افغانستان » پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي.

د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو فعالانو خوشې کول دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او رهبرۍ ګڼ غړي يې کراچۍ ته رسېدلي دي. د غونډې ځای ته د پاکستان په شمول له پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان په لاره دي.

ټاکل شوې چې دا غونډه نن په ځايي وخت، د ماسپښين دوې بجې پيل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...