د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې چې په کې د پښتونخوا، قبايلو او سوېلي پښتونخوا ملتپاله ګوندونو، جريانونو او د فعالانو په کې برخه لرله، نن په څلورمه ورځ پرېکړهليک خپر کړ.
د جرګې په پرېکړهليک کې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ولوست د افغانستان مسئلې ته په اشارې سره ويل شوي، چې په افغانستان کې دې اسلامي امارت د لويې جرګې او ټاکنو ترسره کولو له لارې داسې يو حکومت رامنځته کړي چې د ټول افغان ولس استازی وي.
د پښتون قومي جرګې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د زور له لارې واک نيول دې نامشروع او له افغان ولس سره دې ښکاره خيانت وبلل شي او د جرګې په باور، له په دې برخه کې د محدوديت په وضعه کولو سره بيا په افغانستان کې د زور له لارې حکومتونه ونه پرځول شي.
د پښتون قومي جرګې په اعلاميه کې پر نړيوالې ټولنې هم غږ شوی چې په افغانستان کې دې هر اړخيز وضعيت ته په پام سره له افغانان سره هر راز مرسته او همکاري وکړي.
د پښتون قومي جرګې په پرېکړهليک راغلي، چې د يادې جرګې د پرېکړو عملي کولو په موخه دې د همکارۍ او همغږۍ يوه کمېټه جوړه او د قومي ستونزو د حلولو په موخه دې هڅې وکړي.
دې جرګې د پاکستان اساسي قانون د تعليق په حال کې بللی او ټينګار يې کړی چې لا هم په پاکستان کې د ډيموکراسۍ پر بنسټ ولاړ حکومت نه دی رامنځته شوی. د جرګې په پرېکړهليک کې ويل شوي، چې په حقيقي توګه د ډيموکراسۍ د تمثيل په موخه دې د پاکستان کورنی او بهرنی سياست د پارلمان په خوښه مخته لاړ شي.
پښتون قومي جرګې غوښتنه کړې چې د پښتنو په سيمه کې دې پر ځنګلونو، سيندونو او نورو طبيعي زېرمو د پاکستان د پوځ ولکه ختمه کړای شي او هر څه دې ولس ته حواله شي.
له دې سره د جرګې په پرېکړهليک کې ټينګار شوی چې پښتو دې د پاکستان دولتي ادارو ژبه وګرځول شي او ترڅنګ دې يې ځوانانو او ښځو ته د روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو پر وړاندې کولو سربېر کاري فرصتونه هم برابر شي.
د پښتون قومي جرګې چې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د عثمان کاکړ، عارف وزير، ارمان لوڼي، اسد اڅکزي او نورو ملتپاله مبارزينو د قتل څرنګوالی په ډاګه کړي او عاملانو ته دې يې سزا ورکړي.