Home » افغانستان » پولیسو د کابل ښار د ګذر یو وکیل له وسلو سره ونیوه
رویداد خبري آژانس

پولیسو د کابل ښار د ګذر یو وکیل له وسلو سره ونیوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې د کابل ښار د ګذر یو وکیل له دوو کلاشینکوفونو او یوې اندازې مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره نیولی دی.

د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مهمات په ۱۳ حوزه کې د ګذر له وکیل څخه ترلاسه شوي دي.

ارین وایي، په دې اړه د پولیسو پلټنه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې نا امنیو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي.

همدا نن سهار هم د ملي شورا سړک ته نږدې او د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې پر دوو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل امنیه قومانداني وایي، مرګ‌ژوبله نه‌لري.

پرون دغه ښار کې ناپېژانده وسله‌والو د سترې محکمې دوه قاضیانې په ډزو ووژلې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...