د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو وار بيا په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ويلي يې دي چې دغه وضعيت د سيمې هېوادونو لپاره د سر درد په توګه مطرح دی.
نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د دغه هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره د لېدنې پرمهال خبريالانو ته ويلي، له ترهګرۍ سره د روسيې د متحدانو جګړه د نشهيي توکو او منظمو جرمونو پر وړاندې جګړه هم ده، خو په خبره يې له دې هر څه وړاندې په افغانستان کې د حالاتو د بدلونو په اړه اندېښمن دی.
ولسمشر پوتين زياته کړې چې د افغانستان موجوده وضعيت د سيمې پر هېوادونو هم اغېز کولی شي او اړتيا ده چې د ياد وضعيت د مهارولو لپاره سر له اوسه اقدامات وشي.
په همدې حال کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم په افغانستان کې د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او د ياد وضعيت د ښهوالي په موخه يې له افغانستان سره پر همکاريو ټينګار کړی.
د هند او روسيې مشرانو ترمنځ له لېدنې لږ وړاندې د هند بهرنيو چارو وزير سوبرامنيام جي شنکر ويلي و، چې په اوس کې کرونا، ترهګري، او له تاوتريخوالي ډکه سختدريځي د افغانستان پر وړاندې عمده پراته چلېنجونه دي.