Home » افغانستان » پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د تاجکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره په لېدنه کې کړي او زياته کړې يې ده چې د يادې موضوع په تړاو تل د تاجکستان له ولسمشر سره په اړيکه کې دی.

روسيې يادو اندېښنو ته په پام سره پر وسلو او مهماتو د تاجکستان د ځواکونو د سمبالولو لړۍ پيل کړې چې يوه مرحله يې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېده.

په دې مهماتو کې د اېس-۳۰۰ دفاعي سيسټم نصبول هم شامل دي چې ورسره به د بېروني تهديدونو پر وړاندې د تاجکستان دفاعي وړتيا لوړه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...