د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، امريکا او د هغې متحدان يوازې د اوکراين په برخه کې خپلې اندېښنې مطر کوي او په خبره يې هغه اندېښنې له پام غورځوي چې مسکو يې لري.
نوموړي دا څرکندونې پرون سېشنبه د (سلواغې په ۱۲مه) مسکو کې د هنګري له لومړي وزير سره د لېدنې پرمهال کړې دي. نوموړي پر امريکا تور پورې کړ چې د روسيې د کنټرولولو په موخه له اوکراين څخه د يو توکي په څېر استفاده کوي.
پوتين دغه راز ويلي، مسکو د ناټو او امريکا هغه ځواب لوستلی چې اوکراين ته په ناتو سازمان کې د غړيتوب نه ورکولو په اړه يې د نوموړي غوښتنې په اړه ترلاسه کړی. پوتين ويلي چې په دې اړه د دوی ځوابونه کافي نه دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې مسکو د وروستيو ستونزو د حل په موخه پر مذاکراتو باور لري او زياتوي چې بلاخره به له دې لارې د يادې ستونزې حل پيدا شي. په ورته وخت کې نوموړي دا هم ويلي چې د ستونزې ژورتيا ته په پام، د حل پيدا کول اسان نه ښکاري.