د عامې روغتیا وزارت چاوراکي وايي په تیر ۲۰۲۰ م کال کې په هېواد کې ۱۶ زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل کابل کې د سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په پار جوړې شوې ناستې ته وویل چې یاد وزارت په ۲۰۲۰ کال کې په سرطان ناروغیو اخته ۲۳ زره کسان راجستر کړي دي.
بشیر نورمل وویل سرطان ناروغي په میرمنو کې ډیره ده، ۱۳ زره یې ښځې او ۱۰ زره نورې یې نارینه دي.
نوموړي وویل په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۶زره تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې په افغانستان د سرطان ناروغي مخ په زیاتیدو ده او دا ناروغي د زړه له ناروغۍ وروسته د زیات شمیر افغانانو د مړینې سبب ګرځي.
په ټوله نړۍ کې شاو خوا ۴۴ میلیونه وګړي په سرطان اخته دي او هر کال لس میلیونه کسان له دغې ناروغۍ مړه کیږي.