Home » اقتصادی » په کونړ کې د شاتو تولید پنځه سلنه زیات شوی
رویداد خبري آژانس

په کونړ کې د شاتو تولید پنځه سلنه زیات شوی

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره یې شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي څو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.

د کونړ د کرنې رییس ضیاء الرحمن مومند رسنیو ته ویلي، چې د دغو هڅو په پایله کې د دې ولایت د شاتو د تولیداتو سږنی کچه تر پنځه سلنې زیاته شوې ده.

نوموړی وایي، په کونړ کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی چې دا مهال لسګونه کسان په کې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.

ښاغلي مومند وویل چې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې ۶۸ بابه د شاتو مچیو لوی او واړه فارمونه جوړ شوي دي چې د کال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

دا مهال د دې ولایت فارمونو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۵۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.

په دې لړ کې لسګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...