د کندهار او هرات ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وایي، چې سږ کال یې د اوربشو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یادو ولایتونو د کرنې ادارې د چارواکو په وینا، په یادو ولایتونو کې سږکال د اوربشو کروندې او حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
د کندهار او هرات ولایتونو چارواکي وایي، اوربشې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې کرل کیږي، خو کندهار او هرات یې تر ټولو لوی تولیدونکي ولایتونه ګڼل کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ کال د مالوماتو له مخې د افغانستان په ۸۴ زره ۷۰ هکتاره ځمکه اوربشې کرل شوي وې، چې د تولید حاصلاتو کچه یې ۱۲۳ زره او ۵۷۶ ټنو ته رسېده، چې سږ کال دا شمیرې د بدلېدو په حال کې دي.
یادو چارواکو دغه راز زیاته کړې، چې کندهار او هرات د اوربشو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د اوربشو د کروندو زیاتوالی، پر وخت او ډېر اورښتونه او د اوربشو د بیو لوړېدل دي.
اوربشې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښه حاصل ورکوي، چې لوی تولیدونکي ولایتونه یې هرات، کندهار، سرپل، بدخشان او فاریاب دي، چې هر کال له یادو ولایتونو په زرګونه ټنه اوربشې راټولیږي.