سپینې ماڼۍ پرون (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکا ولسمشر، جو بایډن په کوویډ ۱۹ اخته شوی او له معایناتو وروسته یې په ناڅاپي توګه د نوادا ایالت په لاسویګاس ښار کې خپله بیانیه لغوه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند، کارن ژان پییر، په یوه اعلامیه کې ویلي چې بایډن د کوویډ ۱۹ کمزورې نښې لري. هغه زیاته کړې چې بایډن د کرونا ضد واکسین کړي دي او په وینا یې چې نور به پخپل کور کې قرنطین شي.
کارن ژان پییر ویلي چې سپینه ماڼۍ به په منظم ډول د ولسمشر بایډن د روغتیایي حالت په اړه معلومات ورکوي او نوموړی به خپل ټول کارونه له خپل کور څخه تر سره کوي.
د متحده ایالاتو د ۸۱کلن ولسمشر ډاکټر ویلي چې هغه هېڅ ډول تنفسي ستونزه نه لري، د بدن حرارت او د وینې د اکسېجن کچه یې عادي دي.
Edited4m