امنیتي سرچینو په کابل کې د غلا په تور د ۴ مشهورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنيې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په غلاوو مشهور وو د ۱۰مې امنیتي حوزې د سرتېرو له لوري ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې، چې یادو اشخاصو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له کورونو او خلکو غلاګانې کولې، چې د امنیتي ځواکونو له څو ورځنیو هڅو وروسته لاس په لاس ونیول شول.
د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.