په کابل کې نن شنبه( د زمري ۱۶مه نېټه) د سنوکر اتم پړاو غوره لوبې پیل شوې.
د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن رسنیو ته وویل، چې په دغه لوبو کې د کابل له ۵۲ کلپونو څخه لوبغاړو ګډون کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې لوبو موخه د سنوکر او بليارډ اسيايي سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو غوره کول دي.