د روغتیا وزارت له نړیوالو ادارو سره په همکارۍ د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسینو دویمه دوره په ټول هېواد کې نن د غبرګولي ۱۴مه پيل کړې ده.
روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیق دا لړۍ په ټول هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د جون له ۳ تر ۶مې پورې تطبیقېږي.
د دې کمپاین پر مهال به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱۱،۲ میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او یوازې د پولیو ضد واکسینو په واسطه له منځه وړل کېږي، هغه ماشومان چې په دې وایروس اخته کېږي د تل لپاره فلج او یا به ژوند بایلي.
د روغتیا وزارت له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو ګډون مهم بللی او له کورنیو یې غوښتي د واکسینو په تطبیق سره د خپلو ماشومان ساتنه او پالنه وکړي.
د دې وزارت مسوولینو له هېوادوالو غوښتي چې د ګوزڼ ضد واکسین په بریالي تطبیق کې له روغتیایي کارکوونکو سره همکاري وکړي.