د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، یو وار بیا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي.
افغان ولسمشر غني ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپارهیې د لارې نقشه موجوده ده.
په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.